ایکنا د امارات له قوله راپور راکړ، د دوبي د قرآن کریم د نړیوالې جایزې په خبرتیا کې راغلی دي چې له چارشنبې ورځې راهسې د ۲۰۲۳ شیخه هند بنت مکتوم د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلورویشتم پړاؤ د نامو د ثبتولو فارمونو ترلاسه کول پیل شوي دي .ګډونکونکي مینه وال خپلې غوښتې د لیندۍ یا آذر د میاشتې تر ۲۲نیټې پورې لیږلی شي.
دغه قرآنی سیالۍ په شپږو څانګو کې یعنی ډ شلو سپارو حفظ ، د لسو سپارو حفظ او د پنځو سپارو حفظ(د اماراتي ښاریزو لپاره ) او پنځه سپاري دغیر اماراتي کسانو لپاره چې په دغه هیواد کې هسټوګن دي . او دغه سیالۍ به له لسو کلونو ترکم عمره کسانو ترمینځ وي او په غیر اماراتي ښاریزو لپاره به په درو سپارو کې د حفظ په څانګې وي او له لسو کلونو کم عمره کسان به چې اماراتی ښاریز وي، پکې ګډون وکړي.
په دغو سیالیو کې د ګډون عمومي شرائط دا دی چې غیر اماراتي ګډون کونکو عمرونه په سیالیو کې د نامې تر ثبتولو وخت پورې باید له پنځویشتو کلونو زیات نه وي او باید په متحده عربی اماراتو کې د باوري اقامت مجوز ولرل شي. د فارس خلیج هیوادونو ښاریز هم په اماراتو کې د دایمی اقامت د لرولو په شرط په دغو سیالیو کې ګډون کولی شی. په سیالیو کې د ګډون غوښتونکي باید له دې مخکې د شیخه فاطمه بنت مبارک د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې برخه نه وي اخستي . هر ګډون کونکی یوازې په یوې څانګې د سیالس مجاز دی.
دکلتوری او انسان دوستۍ په چارو کې د دوبۍ دحاکم سلاکار او د دغې جایزې د ترسره کونکي کمیټې مشر ابراهیم محمد بوملحه ووئیل،د شیخه هند بنت مکتوب د قرآن کریم سیالۍ یوه ترټولو مهمه قرآني پيښه ده . دغه سیالۍ د اماراتی ښاریزو او غیر ښاریزو یعنی دسړیو او ښځو پشمول دخدای د کتاب د حافظانو دقدرونې او په دې زمینې کې په قرآن د عمل کونې د پرمختګ لپاره د دوي د هڅولو او انګیزې د زیاتولو په موخې سره ترسره کیږی.
د سیالیو مشر او د اطلاعاتو او ټيکنالوجۍ او دانساني سرچینو د برخې مدیر محمد علی الحمادي هم ووئیل، په نهایت کې به په مختلفو څانګو کې ۶۳ښخينه ګډون کونکې او ۶۳ مردانه ګډون کوني سره سیالۍ وکړي او نهائي مرحله به د پلان شوي پروګرام په اساس ، د۲۰۲۴ کال د جنورۍ له شپږمې نیټې پیل شي او په ۱۳نیټه به پاي ته ورسیږي اودا پروګرام به په الممزر سمیې کې د سړیو لپاره او د میرمنو لپاره په دوبئ کې په النهضه میرمنو ټولنې کې د جایزو د ډالۍ کولو لپاره ترسره شي.د برلاسه کسانو د ستاینې او پایزې دستورې به د ۲۰۲۴کال د جنورۍ په شپاړسمه نیټه د سړیو لپاره او وپه ورپسې ورځې به د میرمنو لپاره ترسره شي. .
https://iqna.ir/fa/news/4179499/